
د ایران اطلاعاتو وزیر سید محمود علوي ویلي دي چې په تهران کې پر پارلمان او د خمیني پر مقبره د بریدکوونکو مشر یې وژلی دی.
نوموړی د ایران پوځیانو په عملیاتو کې وژل شوی دی.
د یاد هیواد اطلاعاتو وزیر په یوه تلویزیوني خپرونه کې ویلي دي چې په دې وروستیو کې په ایران کې هره ورځ د ترهګرو یوه ډله نیول کیده خو موږ نه غوښتل د یادو خبرونو په خپرولو سره د خلکو اذها ناارامه کړو.
نوموړي د یاد بریدګر د هویت په اړه څه نه دي ویلي.