
وروسته له هغې چې پر قطر د خپلو ګاونډیو هیوادونو له خوا بندیزونه ولګیدل د ترکیې ولسمشر په خپلو څرګندونو کې ډاډ ورکړ چې له قطر څخه کلک ملاتړ کوي او یاد هیواد کله هم د تروریزم ملاتړ نه دی کړی.
رجب طیب اردوغان له بندیز لګوونکو هیوادونو غوښتنه وکړه چې خپله هوايي، ځمکنۍ او سمندري کلابندي پای ته ورسوي، نوموړي زیاته کړې چې د وروڼو ترمینځ جګړه ګټونکی نه لري.
له بلې خوا جرمني هم پر قطر د بندیزونو لېرې کیدلو غوښتنه کړې ده، د یاد هیواد بهرنیو چارو وزیر چې د قطر له بهرنیو چارو وزیر سره یې لیدنه درلوده ویلي دي چې باید پر قطر لګول شوي بندیزونه ژر تر ژره لېرې کړل شي.
خو د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ بیا قطر د ترهګرۍ څخه پر مالي ملاتړ تورن کړی او ویې ویل چې متاسفانه قطر د تروریزم مالي ملاتړ کوي چې باید یاد کار ته د پای ټکی کیږدي.
ټرمپ د بندیزونو څخه وروسته قطر او مقابلو هیوادونو ته د منځګړتوب وړاندیز وکړ خو د قطر له خوا رد شو، چې له هغې وروسته ټرمپ او د هغه په تایید د امریکا بهرنیو چارو وزارت هم قطر له ترهګرۍ څخه پر ملاتړ تورن کړ.
په قطر کې د اخوان المسلمین دوه مخکښ غړي اوسیږي چې د یاد ګوند روحاني مشران بلل کیږي او په مصر کې د السیسي د دولت له خوا پرې د اعدام حکم شوی دی، چې یو یې شیخ دوکتور یوسف القرضاوي دی او بل هم روحاني المصري، همدارنګه قطر په مصر کې د محمد مرسي د دولت کلک ملاتړی و، چې په مقابل کې یې د السیسي د دولت مخالف دی.