
د اتریش په اروپایي هیواد کې د حجاب پر اغوستلو بندیز ولګیده.
د یاد هیواد د نوي قانون له مخې څوک چې په عامه ځایونو کې حجاب واغوندي باید ۱۵۰ یورو جریمه ورکړي.
نوموړی قانون چې د اتریش پارلمان تصویب کړ د یاد هیواد ولسمشر له خوا توشیح شو او د اکتوبر د میاشتې له لومړۍ نیټې ورهاخوا د اجرا وړ دی.
د اسلام پر وړاندې د دښمنۍ ډک دغه اقدام چې دوی یې افراطیت بولي خو د ټولنې د یوې طبقې له عقیدوي حق څخه بې برخې کول دي لومړی ځل فرانسې په ۲۰۱۱ کال کې پورته کړ او پر حجاب یې بندیز ولګاوه.