داعش پاکستان کې دوه چینايي اتباع اعدام کړي

د چین دولت اعلان کړی دی چې د پاکستان په بلوچستان کې د یاد هیواد دوه تبعه چې داعش تښتولي وو د یادې ترهګرې ډلې له خوا وژل شوي دی.
چین یاد خبر د داعش له خبري سرچیني اعماق څخه ترلاسه کړی دی.
یاد چینایان چې زده کړیالان وو د جوزا په ۴مه تښتول شوي وو.
د چین بهرنیو چارو وزارت ویلي دي چې د یادې موضوع په اړه د پاکستان له دولت سره په اړیکه کې دي.