هندي لوبغاړي په يوه ورځنۍ کرکټ لوبه کې ريکارډ جوړ کړ!!

نوراحمد عايل
نن يانې د فبروري په ٢٤ مه نېټه په گواليئر کې د هند او سويلي افريقې ترمنځ په کرکټ لوبه کې د هند تکړه پنډوسک وهونکي سچن ټنډولکر په يوه ورځنۍکرکټ لوبه کې ٢٠٠ منډې جوړې کړې چې دا د کرکټ ديو ورځنيو لوبو په تاريخ کې ستر ريکارد دى.
نوموړي دا منډې په ١٤٧ غونډوسکو جوړې کړې چې ٢٤ يې پکې څلورې (چوکې) او درى شپږې(چکې) ووهلې .او تر پايه پورې ونه سوځېده .
دا د کرکټ په يوه ورځنۍ لوبه کې خورا ډېرې منډې دي چې تراوسه چا نه وې جوړې کړې.


 
له نوموړي مخکې په يوه ورځنيو لوبو کې تر ټولو ډېرې منډې ١٩٤ منډې وې چې په ١٩٩٧زېږدي کال پخواني پاکستاني پنډوسک وهونکي سعيد انورجوړې کړې وې.
اوبيا ډېرې منډې د زيمبابوې هېواد د لوبغاړي چارليس کورټني وې چې په ٢٠٠٠ زېږدي کال يې جوړې کړې وې.
هند په دې يوه ورځنۍ لوبه کې سويلي افريقا ته ٤٠٢ منډې هدف وټاکه.
په نورو هندي لوبغاړو کې دنيش کارتک ٨٩ ،مهيندر سينگ ٣٨ او يوسف پټان ٣٦ منډې جوړې کړې.
د سچن ټنډولکر تر دې مخکې تر ټولو ډېرې منډې ١٨٦ وې چې په ١٩٩٩ زېږدي کال يې د نيوزيلنډ پر خلاف جوړې کړې وې . نن هم د لوبې په پيل کې ميدان ته راووت او تر پايه ودرېده.
نوموړى چې پخوا هم ښه ځلېدلى وو ،تر اوسه پورې يې ٩٣ سلې ( سينچري) جوړې کړې دي.