ترکیه په قطر کې نظامي هډه جوړوي، د قطر امیر د ټرمپ بلنه رد کړې ده

ترکیې او قطر هوکړه کړې چې په قطر کې د ترکي ځواکونو یوه نظامي هډه جوړه کړي، د قطر بهرنیو چارو وزیر ویلي دي چې ترکي ځواکونه د سیمې د امنیت لپاره ځانکړی اهمیت لري.
نوموړي پر دوی د شویو بندیزونو په اړه ویلي دي چې قطر د خپلو بریالیتوبونو له امله تجرید شوی دی او دا کار به سیمې ثبات ته زیان ورسوي.
محمد بن عبدالرحمن الثاني زیاته کړې ده چې داسې ډول دښمني یې له ښکاره دښمنانو هم نه وه محسوسه کړې لکه کومه چې بندیز لګوونکو هیوادونو کړې ده.
له بلې خوا د قطر امیر شیخ تمیم بن حمد الثاني امریکا ته د سفر لپاره د ډونالډ ټرمپ بلنه رد کړه.
ټرمپ له یادو بندیزونو وروسته لومړی د سعودي له پاچا سلمان بن عبدالعزیز او بیا د قطر له امیر سره وغږېده او د یاد کړکیچ د حل په موخه یې وړاندیز وکړ.
خو د قطر یوه جګپوړي ډیپلوماټ ویلي دي چې شیخ الثاني حاضر نه دی په داسې شرایطو کې له هیواده بهر سفر وکړي.