۱۲ قطري بنسټونه او ۵۹ وګړي د ۴ عربي هیوادونو د تحریم په لست کې شامل شوي

سعودي، اماراتو، بحرین او مصر په قطر کې میشت ۱۲ بنسټونه او ۵۹ وګړي پر قطر د حاکمې کورنۍ په ګډون د تحریمونو او ترهګرو په تورو لستونو کې شامل کړل.
یادو هیوادونو پر نوموړو حقیقي او حکمي وګړو د ترویزم څخه د ملاتړ په تور بندیزونه لګولي دي.
په نوموړو اشخاصو کې شیخ دوکتور یوسف القرضاوي لوی اسلامي عالم او روحاني مصري چې د اخوان المسلمین له معنوي رهبرانو شمیرل کیږي هم شامل دي.
یادو هیوادونو قطر له اخوان المسلمین، حماس اسلامي غورځنګ او داعش څخه پر ملاتړ تورن کړی دی او ویلي یې دي چې تر څو قطر په خپله بهرنۍ پالیسۍ کې بدلون رانه ولي بندیزونه به لېرې نه کړي.
خو قطر وايي د چا بې ځایه فشارونو ته به تسلیم نه شي او د یادې موضوع د ډیپلوماټیک حل غوښتونکي دي.