د اتل شهید تورنجنرال همېشه ګل خان اشرف لنډه پېژندنه

ګران هېواد افغانستان په نړۍ کې یو ځلانده پېښلیک (تاریخ) لري او افغانانو د پېښلیک په اوږدو کې هېڅ چاته د غلامۍ سرندۍ ټیټ کړۍ او هرځل یې غلیم ته غاښ ماتوونکۍ ځواب ورکړيدۍ، چې ښې بېلګې یې د انګرېزانو او سره شوروي په ګونډو کول دي. دغه ځلانده پېښلیک پخپله ندۍ ساتل شوۍ بلکه په هېواد مینو اتلانو دې خپلې پاکې خاورې په ساتلو کې نه ستړي کېدونکې هلې ځلې کړې او خپل ځانونه یې پدې سپېڅله لاره کې قرباني کړيدي.  یو د دغه اتلانو نه شهید جنرال همېشه ګل خان اشرف دۍ چې پخپله پاکه او سپېڅله اراده او هوډ یې د سره شوروي سره په جګړه کې د خپلې سینې نه سپر جوړ کړیوو، خپله کورنۍ یې یوازې او یوازې الله پاک ته سپارلې وه او په غرو او دښتو کې بېله دې چې د وېرې،  لوږې او تندې احساس وکړي یرغلګرو ځواکونو ته ډېر ځله ماته ورکړېده ترڅو راتلونکۍ نسل په یوه اسلامي،  ازاد، سوکاله، او امن افغانستان کې ژوند وکړي.
شهید همېشه ګل خان اشرف د عبدالله خان اشرف زوی په ۱۳۲۵ هجري لمريز کال د غبرګولې د میاشتې په دېرشمه نېټه د وردګو ولایت د سیداباد ولسوالۍ د شنيز د درې د ملي خېلو کلي په یوه علم دوسته او دین پروره کورنۍ کې دغه پاتې نړۍ ته سترګې پرانیستې دي. همېشه ګل خان په همدغه شهیدپاله ټولنه کې لوی شو، لمړنۍ زده کړې یې د شنیز د درې په لمړني ښوونځي کې ترسره کړې او وروسته د خپل لوړ استعداد په بنسټ په مستقیم ډول د حربي ښوونځۍ شپږم ټولګي ته شامل او په ۱۳۴۳ هجري لمريز کال کې د نوموړې ښوونځۍ د دوولسم ټولګي نه په لوړه درجه فارغ شو.  وروسته د لوړو تحصیلاتو لپاره په ۱۳۴۴ هجري لمريز کال کې د حربي پوهنتون د بې سیم پوهنځۍ ته شامل او په ۱۳۴۷ هجری لمریز کال کې د همدغه پوهنتون  په ۳۵ مه دوره کې په لوړه درجه فارغ شو او په نظامي تحصیلاتو یې خپل ځان د هېواد د ساتنې او چوپړ لپاره چمتو کړ.  شهید همېشه ګل خان د پوهنتون نه د فارغېدو سره سم د همغه کال د مرغومې په لمړۍ نېټه د افغانستان په شاهي اوردو کې د ددوهم بريدمن په رتبه دنده واخیسته چې ورسته  په ۱۳۵۵ هجري لمریز کال کې یې د تورنۍ رتبې ته ترفېع وکړه او په ۱۳۵۶ هجري لمریز کال کې د خپل لوړ استعداد او مېړانې په ښوودلو سره د مصر د عربي جمهوریت د کوماندود (الصاعقي) یا تندر د زده کړې تحصیلي بورس ترلاسه کړ او نوموړي جمهوریت ته ولېګل شو. نوموړۍ  د الصاعقې دورې بشپړولو نه وروسته د خپل هېواد او ولس سره د مينې له کبله بېرته افغانستان ته راستون او ډېر ژر د جګتورن په رتبه د کوماندو ۴۵۵ مې قطعې د مخابرې د مشر په توګه وټاګل شو.
شهید همېشه ګل خان د ۱۳۵۷ هجري لمریز کال د ثور کرغېړنې او ننګینې کودتاه څخه وروسته د دغه کودتاه د شنډولو لپاره په دوه برجسته پلانونو کې د یوه اړین غړي په توګه شامل مګر له بده مرغه دغه سپېڅلي پلانونه بریالي نشول او نوموړۍ د هېواد پرېښوودو ته اړ او د الله پاک لپاره یې د هجرت په لاره کې د مهاجرینو او مجاهدینو سره خپل نوم ثبت کړ. پاته د نوي چې نوموړۍ د دغه هجرت سره داسې وخت مخ شو چې کله دې ده د جګړنۍ رتبې ته د ترفېع وخت هم وو،  یعنې په ۱۳۵۷ هجري لمريز کال کې ده باید د جګړنۍ رتبه ترلاسه کړې وای مګر د خپلې پاکې خاورې او ولس د ساتلو لپاره دغه افغان بچي او اتل خپل نوبت قرباني کړ او د الله پاک په لاره کې پاک جهاد ته  خپلې مټې ونغاړلې او په خپله پاکه او اسلامي عقیده یې وسله وال جهاد پیل کړ.  شهید همېشه ګل خان د هېواد په بېلابېلو برخو لکه پکتیا، پکتیکا، اورګون، کټواز، وازه خوا، وردګو، او پغمان کې په ډېره مېړانه او اتلولۍ سره د سرو روسانو او کمونستانو سره ډغرې وهلې.  د وسله وال جهاد ترسنګ نوموړي خپل فکري جهاد هم کړیدئ او په خپلو اسلامي لیکنو، مقالو، بیانیو، او شعرو، او ادبي نثرونو یې روسانو او کمونستانو ته د قتل زهر وروڅښلیدي.  شهید همېشه ګل خان نه یوازې د وردګو د مجاهد ولس لپاره د جهاد یوه بېلګه وه بلکه د ټول افغانستان لپاره يې لوی افتخارات ګټلي او د خپلو خلکو په زړه کې یو خاص ځای لري.  د روسانو د ماتې نه وروسته نوموړي په ډېره معقوله او شعوري توګه خپله لاره غوره کړه او د اسلامی انقلاب په بریالیتوب سره جوخت ورته  نوبتي ترفېع چې تورنجنرالي وه ورکړل شوه.  شهید همېشه ګل خان اشرف د ګران هېواد افغانستان لپاره ډېرې لوړې، پاکې، او سپېڅلې هيلې لرلې خو له بده مرغه د هېواد دغه اتل بچۍ د یوه ډېر ناځوانمردانه عمل په ترڅ کې په ډېره بېرحمۍ سره د محرم الحرام په مبارکه میاشت کې چې د حسینو دشهادت میاشت ده په ۱۳۷۴ هجري لمریز کال د غبرګولې میاشت په ۲۲ مه نېټه د دوشنبې په ورځ د سهر په اتو بجو او شلو دقیقو د ۴۹ کلنو په عمر په شهادت ورسېد او خپل پروردګار ته یې ځان وسپارلو.
باید یادونه وکړم چې د شهید تورنجنرال همېشه ګل خان  نه دری زامن او څلور لوڼې پداسې حال کې پاته شول چې نه خپله دۍ د خواږه اولاد په مینه موړاو نه یې هم خپلو اولادو د پلارجان سره پوره مینه نصیب شوه خو بیا هم ده په همغه لږ وخت کې چې د خپلې کورنئ سره به یې تېرولو خپل اولادونه په یوه اسلامی روحیه وروزل ترڅو یې د تل لپاره روح پرې ښاد وي.  د شهید همېشه ګل خان اشرف مشر زوی سارنوال طارق اشرف نومیګي چې د ماسټرۍ تر کچې یې په لندن کې زده کړې کړي او اوس د خپلو هېوادوالو په چوپړ بوخت دۍ، دویم زوی یې شهاب الرحمن اشرف نومیګی او دې کابل پوهنتون د ژورنالېزم د پوهنځۍ زده کوونکۍ دۍ.  شهاب اشرف د زده کړو ترسنګ یوتکړه ژورنالېست هم دۍ او د هېواد د یوې رسنۍ سره په کار بوخت دۍ.  کشر زوی یې اباسین اشرف نومیګي چې د کابل پوهنتون د زراعت د پوهنځۍ نه په لوړه درجه فارغ او اوس د خپلو هېواد والو په چوپړ کې دۍ.  د شهید تورنجنرال همېشه ګل خان روح دې د تل لپاره ښاد وي او الله پاک یې د ټول ولس او خپلې درنې کورنۍ لپاره په اخرت کې د شفاعت وسیله وګرځوي.  انالله واناالیه راجعون
په هېوادنۍ او سپېڅلې مینه
محمد اسمعیل صمیم
ډالاس، امریکا