ښه دي یا د قانون نه ډاریګي

کله چې افغانستان کې وم او تلویزون به مې کتلو نو ځینې وخت به مې بهرني چینلونه هم کتل او ډېر راته په زړه پورې ځکه وو چې زیاتره خلکو به قانون ته درناوئ کوواو داسې کارونه یې ترسره کول کوم چې باید ترسره شی.  د بېلګې په توګه کله به چې یو کس له سړک نه تېریده نو ټول ګاډي به په لرې واټن کې ورته درېدل تر څو هغه کس د سړک نه خوندي تېر شی اوګاډو به بیا وروسته حرکت وکړ.  چلوونکي  به د ترافیکو ټول قوانین په نظر کې نیول، خلکو به خپل څیزونه په سړک او کوڅو کې نه غورځول، نارینه وو به ښځو ته نه کتل او خپله لاره به یې لنډه وله. همدارنګه به مې د ځینو کسانو نه اورېدل چې په بهرنیو هېوادو کې خلک غلا نکوي او دروغ هم دمره نه وايي لکه په افغانستان کې نو ما پردې سوچ کولو چې مونژ خو مسلمانان هم يو نو بیا ولې داسې کارونه کوو چې هغه د اسلام سره په ټکر کې دي لکه د ښځو ځورول، غلا کول، د خلکو سره مرسته نکول، دروغ ویل او داسې نور، خو هغه خلک چې په غربي هېوادو کې ژوند کوي زیاتره یې مسلمانان هم ندي مګر بیا هم نظر مسلمانانو ته ښه کارونه کوي.  دغه سوال تر ډېره وخته راسره وو خو چې له نژدې مې و مې لیدل هغسې نوو لکه ما چې سوچ کوو. هغه سنګه؟
هغه داسې چې کله زه په ۲۰۱۴ میلادي کال مهاجر شوم او په یوه لرې پروت هېواد کې د خپلې کورنۍ سره مېشت شوم نو زیار مې وایست چې د هغه سوال ځواب پیدا کړم کوم چې په کلونو کلونو زما سره وو او د ځواب په لټه کې یې وم. د مساپرۍ په لمړۍ میاشت کې مې د ګاډي چلولو د لایسنس یا ډرایور لایسنس د اخیستلو په لټه کې شوم او اړونده ادارې ته مې سر ورښکاره کړ.  د ادارې یو کارکوونکي یو کتاب راکړ او راته یې وویل دغه کتاب چې ټولټال يې ۴۸ پاڼې لرلې ټول ولوله او کله چې چمتو شوې نو بیا راشه تر څو لمړنۍ ازموینه ورکړې.  ماهم په مینه کتاب راواخیست او په یوه اونۍ کې مې دوه ځلې ولوست او ځینې پوښتنې چې راسره وې حل شوې هغه داسې چې په زیاتره ترافیکو قوانینو مې ځان پوه کړ. کچیرې یو کس دغه قوانین په نظر کې ونه نیسي نو د ټاکل شوې ناغې مطابق به ناغه کيژي.  د بېلګې په توګه کچېری یو کس په موټر ووهې او وتښتې نو تر ۳۰۰۰۰ امریکایي ډالرو پورې ناغه کېدای شې او دا کېدونکې ده یعنې نه چېرې تښتيدلۍ شې او نه هم واسطه کارولۍ شې لکه زمونژ په هېواد افغانستان کې.  نو هغه به څوک وی چي د ګاډي چلولو په وخت کې پام ونکړي او ترافیکي قوانین پرځان پلي نکړي. د وخت په تیرېدو سره مې د خوراکي توکو، کالیو، او نورو څیزونو د پېرلو لپاره کوچنیو هټیو او لویو مارکېټونو نه لیدنه وکړه او ومې لیدل چې په هرځای کې امنیتي کمرې لګېدلې تر څو د غلا او نورو جرمونو مخه ونیسي. د دې ترڅنګ کچېرې یو کس بل په غلا ګیر کړي او پولیسو ته زنګ ووهي نو هغه غل به زندان ته ځي او د قانون مطابق به د هغه د غلا په اندازه  ناغه کیژي خو د دې سره مې هم خلک ولیدل چې څیزونه یې غلا کول.  یعنې کچېرې دغه امنیتي کمرې او د پولیسو نه ډار نوي نو کېداي شی ډېر خلک غلو ته مخه کړي.  دغه هېوادونه د جرم نه هم خالي ندي، د شپې لخوا په کوڅو او سړکو باندې ګرځېدل خوندي ندي یعنې هر شېبه دا شونې ده چې څوک دې مخې ته د وسلې سره دريژي او لوټ دې کړي.  خلک دروغ هم وايي خو ډېر نه هغه ځکه چې دروغجن ته هم ناغه شته.  نارینه په ځانګړې توګه ځوانان ولې  ښځې نه ځوروي؟ هغه ځکه چې دې کار ته اړتیا نشته، په پراخه اندازه کلبونه او نور ځانګړي ځایونه شته تر څو دواړه نارینه او ښځې خپلې نفسي غوښتنې پوره کړي.  که نارینه کومه ښځه وځوروي او د هغه خوښه نوي نو ښځه لمړۍ خپله د ځانه دفاع کوي که بیا نشي نو پولیسو ته زنګ وهي او پولیس د پنځو دقیقو نه لږ وخت کې د پیښې ځای ته ځان رسوي او د مجرم سره د قانون مطابق عمل کوي.   په لنډه توګه ویلای شم چې په پرمختللو هېوادونو کې قانون پرټولو یو شان پلۍ کيژي او هيڅ څوک ځان نشي ورنه ژغورلۍ. له همدې کبله هر څوک زیار باسي تر څو ورځنۍ ژوند د قانون مطابق تير کړي او د ناخوالو نه ځان ليرې وساتي. د دې سره دې پایلې ته ورسېدم  کچېرې همداسې قانون په ګران هېواد افغانستان کې پلۍ شي نو زه ډاډ ورکوم چې هيڅ څوک به هم بد کار ته مخه نکړي، په ټول هېواد کې به امنیت راشي او ټولې ناخوالې به له منځه لاړې شي.
په هېوادنې مینه
ډالاس، امریکا