که سر مو ګنجی وي موزمبیق ته مه ځئ ځکه کیدای شي ووژل شئ

د موزمبیق هیواد پولیسو په دې وروستیو کې خبر ورکړی دی چې داسې دوه تنه یې نیولي دي چې درې کل سري نارینه یې وژلي وو.
د یاد هیواد ځینې خرافات منونکي په دې اند دي چې د کوم نارینه سر کل وي نو په سر کې یې سره زر موجود وي.
یاد کسان که چېرې د نوموړو توهم پالو په لاس ورشي سمدلاسه یې وژني او سر یې پرې کوي.
یادو دوو کسانو هم د وژل شوو له یوه هغه یې سر پرې کړی و. او د بدن ځینې غړي یې د دې لپاره ترې غوڅ کړي وو چې د شتمن کیدو دوا ترې جوړه کړي.
دوی په دې عقیده دي چې په کل سري شتمن وي او که د وجود له غړو یې جوړه شوي دوا وخوړل شي نو دوی به هم شتمن شي.
توهم پال د شتمن کیدو په هوس هغوی چې سرونه یې کل وي وژني، اوس په یاد هیواد کې ګنجیان نه یوازې چې د ویښتانو له نشتوالي کړیږي بلکه د وژلو وېره یې هم شته، که زړه مو غواړي چې یاد هیواد ته د چکر لپاره ولاړ شئ او په سر مو ویښتان نه وي نو دا جرات کله هم مه کوئ.