د عربي متحده اماراتو محکمې د قطر ملاتړ کوونکو ته ۱۵ کاله د بند سزا ټاکلې

د عربي متحده اماراتو اتحادي محکمې اعلان کړی دی چې که څوک د قطر هیواد په ملاتړ په یاد هیواد کې کوم ګام پورته کړي نو درو څخه نیولي تر ۱۵ کلونو پورې بند او د ۵۰۰زره درهمو ورکړې په نغدي جریمه به محکوم شي.
د اماراتو اتحادي محکمې رییس حمد سیف الشامسي ویلي دي چې د دوی تصمیم د قطر پر وړاندې جدي دی او که څوک له هر ډول وسیلې د یاد هیواد پر ملاتړ کار واخلي که هغه په ټولنیزو شبکو کې وي، یا په لیکلي او یا هم بل ډول نو له سزا سره به مخ شي.