امریکا په ایران کې شوي بریدونه وغندل

د امریکا بهرنیو چارو وزارت په ایران کې تر سره شوي بریدونه چې لږ تر لږه ۵۴ تنو ته پکې مرګ ژوبله واوښته وغندل.
یاد وزارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي دي چې یاد بریدونه غندي، د قربانیانو کورنیو ته صبر غواړي او د ایران خلکو ته دعا کوي.
یاد بریدونه تېره ورځ د ایران پر پارلمان او د آیت الله خمیني پر قبر تر سره شول چې ۱۳تنه پکې ووژل شول او ۴۱ نور پکې ټپیان شول.