غزل

هره ورځ دا جنګ جګړ ې به وی تر کومه
دنفاق دا سرې لمبــــې بــــــه وی تر کومه
سره وژنو يا غيبت کــــړو يو تر بلــــــــه
دادجهل تورې شپې به وی تر کومــــــه
هر سړی وايې چــــې زه يم په دنيا کې
قبرجنې دا کيسې به وی تر کومــــــــه
په عادې خبره جنګ دهر افغان وی
دسرو وینو دا ویالې به وی تر کومه
غيرتي پلاريې ېه مړ په دې وطن شو
ديتيم سترګې دا سرې به وی تر کومه
داولاد په تبا هــــــی باندی لګيا يو
کنډکپر دا مدرسی به وی تر کومــــــه
خلک وايې کاږې خولې په سوک سميږی
نو کاږی خولې دا کاږی به وی تر کومـــــــــه
لږ خـــــــو شرم او حيا دوطـــــن وکړی
ړانګې بنګې دا کو څې به وی تر کومه
سيد کريم هيڅ په انجام د ځان پوهه نه شوم
دا غمجنې ورځې شپی به وی تر کـــــومـــــــــه