وطنه !

وطنـــه ستا په هرطرف کـــې دوښمنان تباه شــــــــه
ستا غداران ستا خــــــرڅونکي انسانان تباه شـــــــه
وطنـــه ستا چې په نړۍ کې بدخواهــــان وي چيرته
په هرالمونځ کې مې داسوال ستا بدخواهان تباه شه
چې ستا پــــــه دغــــــه وږو تـــږو باندې نه شرميږي
داسې بې دينـــــــــه بې ايمانــــــــــه په يو ان تباه شه
چې په خپل کـــــور کې ميړنی بل ته ايمان نه لري
داسې هزار بې غيرتان دهر زمــــــــــان تباه شــــــه
چې درنه غلا کوي شملــــــه دافغانيت ټيټه وي
داسې بې عقلــــــه بې شعوره احـــــمقان تباه شه
چې ستا اسلام او دستا غرونه ته په بدو ګوري
همداسې شکل انسانان په ګور ستان تباه شه
کــــــه مې په سر سبا دستا غــــم ته ژړلي نه وای
نو سيد کريم هم په العين کې دروغجن تباه شه

سيد کريم