ایران کې د خمیني پر مقبره او پارلمان باندې بریدونه شوي

ایراني رسنیو د پارلمان په ودانۍ کې دننه او د خميني پر قبر د برید رېپوټونه ورکړي دي.
د رېپوټونو له مخې، دغه دوه بریدونه هم مهالي تر سره شوي دي. د «ایلنا» د رېپوټ پر بنسټ، په پارلمان کې ۸ تنه وژل شوي او یو شمېر کسان يې یرغمل هم نيولي دي.
د خميني پر مقبره باندې په برید کې يو ځانمرګي چاودنه رامنځته کړې او لږ تر لږه يو ساتونکی ټپي شوی.
د صدا و سیما په نوم بله رسنۍ بیا وايي، چې د خمیني پر مړستون باندې برید کوونکي ۴ تنه وو. ويل کيږي، چې یوه بریدکوونکې میرمن وه، چې ټپي شوې او نیول شوې ده.
همداراز خبر ورکړل شوی، چې په پارلمان کې دوه تنه نور برید کوونکي د امنيتي کسانو لخوا تر محاصرې لاندې دي.
همداراز په دې برید کې ګڼ شمېر کسان ټپيان شوي، چې شمېر يې تر اوسه ۱۸ تنه ښودل شوی.