داوښکوباران

دلداره راتـــــه وايه چې جانان مې يې کنـــــــه
زخمي زړګي لپاره څه درمـــــــان مې يې کنــــــه
زه رنګ په تهمتونوشومه داستاپه يارانه کې
چـــــې زه پرې عقيده لرم ايمان مې يې کنــــــــه
انتظارکې دې جانانه ځمادوه سترګې څلورشوې
سپرليه رارسېږه سپيروهيلوبهاران مې يې کنه
دمينې په اقراردرقيب هيلې نيمه خواه کـــــړه
سپېده داغ دتاندوهيلوپه آسمان مې يې کنه
ماشپې په رڼوسترګوسباکړي ستاپه يادکې
د ډېرو بې خـــوابيوڅه جبران مې يې کنــــــه
په ليدومــــــې سترګې ستاپه لورکږې شوې
کږوسترګـــــولپاره څه نښان مـــې يې کنـــــــه
نږدې دي چې کې ډوب شم داوښکوپه درياب کې
ساحـــــــل ته رسېدوکــــې پشتي بان مې يې کنــــه
مانه ويل شرميدمه چې زه ستايم اوته ځـــــماشه
اوس وايه ( امين زيه ) چې آرمان مې يې کنــــــه

همت الله امين زی