دېپلوم انجينيرهمت الله امين زی
په دغه نړۍ کې ډېروانسانانومينه دپرخې هغورڼوڅاڅکوته ورته ده چې دسهاردلمر
څرک سره يوځاى دګلپاڼوله غېږو دتل لپاره دابديت په لورالوزي . ريښتينې مينه بيا دپرخې دغه څاڅکو ته نه بلکې دګلپاڼوپه منځ کې هغه پټې وږمې ته ورته ده، چې دبادونواولمرسره سره ګلونه يوازې نه پرېږدي خودګل درژېدوسره يوځاى ديادونوپه هديره کې خاورې شي اووږمه يې څوک نشي وژلى.
خودنغمې مينه دوخت په تېرېدوسره لاډېره اودشعرله لارې دموسقي په خوږه ژبه دهېوادناخوالې بيابيابيان کړي دي.
داحمدشاهي ښارښاپېرۍ نغمه دپښتوادب په شتمنه اوبډايه لمن کې هغه ښكلې او زړه راښكوونكې څېره
ده،چې دسندرو پسته اوكوډګره ژبه يې آن داورېدونكوډېرو شډلوذهنونوته هم لاره كوي. هغه دتېرو درېيولسيزونغمه ده،چې په خپل وخت کې يې دښوونځي پرتياتر، دراډيوپرستيج اوترننه دټلوېزيون پرپرده اودراډيوپرڅپه دغږ واک چلېږي.
دسندروپه څېرننداره ييزهنرکې دايوازې غږنه دی چې دهنرمنددشهرت ماڼۍ پرې جوړېږي، نورعوامل هم پکې ونډه لري، ښاپېرۍ دپښتوژبې دښځينه سندرغاړودليکې په پيل كې راځي. اغلې د دودونوځنځيرونه مات اوپه خپل ښځينه خوږ،عاطفي اومينه ناک غږسره يې دښځوپه وړاندې دټولنې له بنديزونوپرده اوچته كړه.
نغمه چې د١٣٤٢لمريزكال دمرغومي په يوولسمه نېټه دافغانستان په کندهارولايت كې زېږېدلې ده، دكندهارله هغومېرمنوڅخه دی، چې په ټوله نړۍ كې پېژندل شوې دی. له نن څخه شاوخوادېرش کاله تېرېږي چې ښاپېرۍ خپله لومړنۍ نغمه اورولې وه. چې تراوسه يې دسندرو ٢٥٠٠ كېسټونه ثبت شوي دي. پردې سربېره نغمې دافغانستان په ډېری ولايتونو،اوله هېواده بهرپه ځينوښارونولکه، پيښور،کوټه، کراچۍ، ډهلي اوداروپا، آسيااوپه شمالي امريكاكې هم يولړكنسرتونه هم وركړي دي.
که څه هم په پښتنوکې هم لکه دنوروولسونو،هنرمندله خپل زمان سره تړلی وي اوچې داتېرشي نوهغه هم هېرشي، چې په دې پېرکې نغمه که هرځای وه، له ډيورنډسره نږدې،که له اووسمندرو ورهاخوا، خلکونه ده هېره کړې.لاهم نوراو ښکلادهغې له مخې سنجول کېږي. خوچې ((دالاهم)) به څومره نور روان وي، نه يې شواټکلولی. چې هرزمان خپل هنرمند لري. تلپاتي هم شته، خودګوتوپه شمارچې په دغه شماراوکتارکې راتلل خورا ډېرزيارغواړي!
پيغله مسافره له کابله يم
جان جان جان لکه ګله يم
اغلې لاپه وړوكتوب كې دسندرو ويلو ترڅنګ دسندروليكلووړتياهم درلوده،همدالامل و،چې نغمه يوه ښه شاعره هم شوه او په دې وروستيوكې يې دشعرونو يوه ټولګه ((ماته هېنداره)) هم خپره شوه.
نغمه په پيل كې دخپلې كورنۍ له خواله يولړستونزوسره مخامخ وه، خوهغې دخپلې کورنۍ رضايت ترلاسه اودخپل هنرپه ځلااوپه خپل سندريزغږ سره يې نوروته هم دخپلواكۍ غږ ورساوه. كله چې په كندهاركې دنغمې ژونددوخت دناخوالوله امله له ګواښ سره مخ شو،نوكابل ته لاړه اوهلته يې له راډيوافغانستان سره پرسندرو ويلوپيل وكړ.
اوس ددرواغوپه وعدونه کېږي
راځه اشناپه پټېدونه کېږي
له راډيوافغانستان سره دکار په دوام ښاپېرۍ نغمې دخپل ژوند ملګری خوږ ژبی سندرغاړی منګل غوره کړ. اوله هغه سره يې واده وکړ.
مه وهه شپلۍ راپسې روغ که لېونی يې ته
څوک يې دکوم ځای يې ته
----
ولې مې اوس نه پېژنې سترګې دې بدلې کړې
دومره ظلم ولې کړې
دواړو غزلبولوستورو هغه مهال په ګډوآوازونوسره په راډيواوټلوېزيون کې ګڼې سندرې ثبت کړې...
تورې زلفې کړه شانه شانه شانه
په سپين مخ يې ګلې کړه دانه وانه
تورې زلفې کړه شانه
----
زه به زلفې کړم شانه شانه شانه
خوباورنه لرم ستاپه يارانه
زه به زلفې کړم شانه
دوخت په تېرېدو اوپه هېوادكې دناوړه شرايطوله امله نغمې په كابل كې خپلوسندروته دوام ورنه كړاى شو، همدالامل و، چې پاکستان اوبياله هغه ځايه هنداوامريکې ته په كډه مجبوره شوه. په ماته هېنداره شعري ټولګه کې يې داشېبې په شعري اندازداسې بيان کړي دي.
څڅېدلې مې سرې وينې له ګوګله
بل وطن ته چې زه تلمه له کابله
په پردو،پردو کوڅوکې پورتـه کېږي
دباروتوبوی مې درېغه له کا کله
زه دخپل کلي بې قدرو کم پردېسه
اې زړګيه! ګيله مه کوه له بله
چې مې تويې کړلې اوښکې زه ترې راغلم
باده راوړه ته وږمې له هغه ګله
ديادونوډېوې بلې نيمه شپه کړم
خپل قسمت ته مې زه ژاړمه پخپله
دسندروپه ځای ساندې راته بولې
چاټپې کړې دنغمې دزړه بلبله؟
درابنس په نوم يوپوه وايي شعريوه ژبه ده چې په کم يازيات هيجاني ډول هغه څه وايي چې ويل کيداى نه شي.
چې وم خوشاله څومره خپل وطن کې
هومــــره خپه يم اوس په بل وطن کې
نسيمه يوسـه زمااوښکې ورته
کرلي مانرګس سنبل وطن کې
کړمه پردېسه امــريکا ته نصيب
ماوې چې زه بــه يمه تل وطن کې
دکندهارغوندې ډېر ګران دی په ما
زخمي،زخمي ښکلی کابل وطــن کې
لېدل په خوب کې جنتونه نغمې
په خپل جانانه،جانان ګل وطن کې
خودپښتوادب پلارخوشال خان خټك دشعرويل ډېرسخت كاربولي اودهربيت جوړول يې دومره سخت ګڼلي دي،لكه چې يوه ښځه ماشوم زيږوي.
په هرحال شعردانسان دژوروحسي،عاطفي حالتونودبيان سمبول ياهغه خوندوره ويناده چې په هغې كې دويونكي فكر، پوهه، ذوق، دزړه هيجان اودروح آغيزه سره ګډ
وي، داحساساتوڅخه راپورته شي اوداوريدونكواحساسات راپاروي.
توره تياره شوه ياره څه به کوو
بياراخوره شوه ياره څه به کوو
غواړي وربل به مې ګلونه له ما
باغچه خاره شوه ياره څه به کوو
که مودزړونودامعصومه مينه
چاته ښکاره شوه ياره څه به کوو
دناوېتوب دوخت هېنداره زما
ذره ذره شوه ياره څه به کوو
له دې بې ستوروشپې نه جوړه دغم
څه منظره شوه ياره څه به کوو
زماپه
زړه
کې
ستادمينې
نغمه
په
وينوسره
شوه
ياره
څه
به
کوو
نغمه دسندرواوموسيقۍ نړۍ ته له يوې موخيزې زاويې ګوري،دهغې په انددانسانانوترمنځ دمقصديت معيارونه جلاجلادي،كه چېرې زموږپه ټولنه كې يوعمل دمقصديت معياروګڼل شي حتمي نه ده،چې په بله ټولنه كې به هم خلك ورته په همدغه سترګه ګوري،خوتركومه بريده، چې دموسيقۍ دمقصديت خبره ده، موسيقي د ټولو انسانانواوټولنې ته ګډارزښت اودهرې ټولنې په نفسياتوكې ځانګړى ځاى لري.
زه چې ځولغمان ته مهترلام کې به مېلې وکړو
خپل وطن ته لاړشو، الينګارکې به څوشپې وکړو
----
زه چې ځوقندهارته ارغنداب کې به څوشپې وکړو
کينوچهل زينوکې بل به شيل دسرکوزې وکړو
----
هلته ګومينوکې مې کلی دی زه چې ځولغمان ته
زه چې ځولغمان ته مهترلام کې به مېلې وکړو
ډېره موده پس به بياګذرپه هاکوڅې وکړ
ځودباباولې زیارت ته بيا زه چې ځوقندهارته
زه چې ځوقندهارته ارغنداب کې به څوشپې وکړو
ډېرډېرمې ارمان دی ديدنونه يې له نږدې وکړو
دعليشنګ درې ته لاړ به شو زه چې ځولغمان ته
زه چې ځولغمان ته مهترلام کې به مېلې وکړو
ورځ به دولت شاکې بله شپه به په کنډې وکړ
په ياد دچوک دشهيدانوبيا زه چې ځوقندهارته
زه چې ځوقندهارته ارغنداب کې به څوشپې وکړو
جګ به کړولاسونه دعاګانې دروضې وکړو
دشمرام کلی که لرې وو زه چې ځولغمان ته
زه چې ځولغمان ته مهترلام کې به مېلې وکړو
پاتې شوچهارباغ کې به خوبونه دغرمې وکړو
دميرويس خان قبرته ودرېږو زه چې ځوقندهارته
زه چې ځوقندهارته ارغنداب کې به څوشپې وکړو
پټ به ترې پوښتنه دنازوښکلې ادې وکړو
دتيرګړوماذديګرښکلی دی زه چې ځولغمان ته
زه چې ځولغمان ته مهترلام کې به مېلې وکړو
ګرځوماذديګربه ګودرونونندارې وکړو
داحمدشابابالمسیانوته زه چې ځوقندهارته
زه چې ځوقندهارته ارغنداب کې به څوشپې وکړو
هلته څوخبرې دعيدګاددروازې وکړو
دلغمان سيندله نږدې وګورو زه چې ځولغمان ته
زه چې ځولغمان ته مهترلام کې به مېلې وکړو
موږبه ې په غاړه دوطن ډېرې کيسې وکړو
دسپين بولدک ميوندپه لاره کې زه چې ځوقندهارته
زه چې ځوقندهارته ارغنداب کې به څوشپې وکړو
ستړی اشناراشه دتورغرلاندې دمې وکړو
زه دلغمان ته دقندهاريې زه چې ځولغمان ته
زه چې ځولغمان ته مهترلام کې به مېلې وکړو
دواړوته به لاړشوفيصله به په همدې وکړو
زه چې ځولغمان ته مهترلام کې به مېلې وکړو
زه چې ځوقندهارته ارغنداب کې به څوشپې وکړو
ډېرډېرمې ارمان دی ديدنونه يې له نږدې وکړو
زه چې ځولغمان ته مهترلام کې به مېلې وکړو
خپل وطن ته لاړشو، الينګارکې به څوشپې وکړو
هنراوموسيقي دانسان په ژوندانه پورې تړلى څيزدى،انسان له موسيقۍ پرته دخپلو غمونواو دخوښيوپه شېبوکې بل ملګری نه لري، همداده چې نغمه موسيقۍ ته دانساني ژوندانه ديوې څرګندې اړتياپه سترګه ګوري.
ښاپيرۍ نغمه په دې باورده چې دهرې ټولنې پېژندګلوي دهغه هېواد اوټولنې دهنرله مخې كېږي، هغه وايي داهنرمندان دي، چې په هره ټولنه كې دځانګړتياووپه لرلوسره دهغې ټولنې استازولي کوي، څرنګه چې ټولنه مخكې ځي هنراوكلتورهم ورسره مخ په وړاندې ځي او وده كوي، چې اوس مهال زموږ په هېوادکې تېروناخوالو يوه خوااوتپل شوې جګړې بل خواپښتوهنرته ډيرزيان رسولى اواوس هم څه چې دهنرمندانوسره كېږي ډېردردوونكي دي.
که څه هم چې نغمې په دې وروستيوکې دموزيک سنټرپه خوښه اوغوښتنه سندرې ويلي دي خوداچې خپله هم شاعره ده،نودشعرپه انتخاب کې هم دقيقه ده اوپه دې باوردی چې هنراو موسيقي دشعرپه ځواك سره غښتلې كيږي اوښكلاپيداكوي، څومره چې شعرلوړاودذوقونو دخړوبتيالامل وي، په همدغه كچه يې هنراوموسيقي هم غښتلې اوځواكمنه راځي. چې دادنغمې په پخوانيوسندرو او انتخاب شويوشعرونوکې له ورايه څرګندېږي.
لکه کوتره والوتمه،تاوليدم کنه وخت ماذديګر و
په تورو غرونو واوښتمه،تاوليدم کنه وخت ماذديګر و
ناسته وم ستادکلاخواته،جانانه پورته شوم هواته
څه هواګيره غوندې تلمه،تاوليدم کنه وخت ماذديګر و
دغروله سره راستنه شوم،ستاپه کوڅه کږه وږه شوم
جانانه څنګه ښکارېدمه،تاوليدم کنه وخت ماذديګر و
ښکاره ده چې هرهنرځانته ژبه اوجوړښت لري، موسيقي هم دخپل ارزښت اواړتيا له مخې يوه بېله اوځانګړې ژبه ده،موسيقي په"سا،رې،ګا،ما،دا،ني،سا" توريوباندې ولاړه ده اودغه توري بيادخپل نوعيت اوڅرنګوالي له مخې دموسيقۍ كيف اوڅرنګوالى په جوته توګه رابرسېره كوي.
ځۍ
چې
ځانونه
ترې
قربان
کړو
نوريې
نه
ورانوو
راځۍ
چې
جوړ
افغانستان
کړو
نوريې
نه
ورانوو
اې
مسافرومهاجروراشۍ
خپل
وطن
ته
جګ
شۍ
چې
پورته
خپل
نښان
کړو
نوريې
نه
ورانوو
نوردغفلت
خوبونه
پرېږدۍ
افغانانوورونو
ورک
به
له
ملکه
خاينان
کړو
نور
يې
نه
ورانوو
له
دغه
جنګه
او
جګړونه
نورڅه
نه
جوړېږي
داړنګ
کورونه
به
ودان
کړو
نوريې
نه
ورانوو
دوطن
خلکوراشۍ
ټول
سره
يوه
جرګه
شو
ارمان
پوره
دشعيب
جان
کړو
نور
يې
نه
ورانوو
نغمې تل پيښورخپل دوهم کور بللی دی،نوله همدې امله يې په پښتوسربېره په اردو اودري ژبه هم ګڼې سندرې ويلي دي.
عروسه مياره بياګل سرډولي پرتو
اټن ملي پرتواټن ملي پرتو
اوپه اخرکې نغمه وايي ...
زه په بازارې مينه دياروغولېدمه
هسې په ګلونوداناروغولېدمه
داشانې منګل وايي ...
غم ندارې بز بخر
نغمه بياوايي
...
دګل په بام درته ولاړه په غرمووسومه
راشه تصويرمې کړه سندره مې کړه
تراماتورې هماوروسته ښاپېرۍ نغمه يوازينۍ پښتنه سندرغاړې ده چې له لوست نه دسندرو ډګرته راغلې، په دې ډګرکې اتله شوې، هېوادنۍ مينې ورته په ياده برخه کې شهرت ورکړی اولا هم له هېواد،خلکو،سيمې اوژبې سره دبېسارې مينه لري. دهمدې مينې له امله ښاپيرې نغمې په دې وروستيوکې دافغانستان دکرکټ بورد دبرياليتوب اوقهرمانۍ له امله په کابل کې دافغانستان دملي راډيوټلوېزيون په لوی تالار کې کنسرت ورکړ، چې دکنسرت وروستۍ شېبې يې دکرکټ بورد غړيودملي اټن په کولوسره بدرګه کړې.
په دغه کنسرت کې ښاپېرۍ نغمې راته دلنډ مهال ليدوپرمهال دڅوپوښتنوڅخه ديوې په ځواب کې وويل پښتوفولكلوردپښتو ژبې اوادب يوه شتمنه اوبډايه برخه ده،دغې برخې ته تراوسه ډېره لږه پاملرنه شوې ده، دنغمې په انددپښتوفولكلوريكې موسيقۍ لپاره محمددين زاخېل، استادايوب، استادګلزمان، استاداولمير، سيدعالم، قمرګلې، ګلناربېګم،بخت زمينې اويو شمېر نورو دقدروړ خدمتونه كړي دي. پروين، ناهيداوقمرګله هغه ښځينه سندرغاړې بلي چې سندرويې دنغمې پر روح ډېره اغيزه كړې اودپرون په څېريې نن هم سندروته غوږ ږدي. هغه وايي په پښتني ټولنه كې دسندرغاړوارزښت اودرناوى نشته، ګلناربېګم دپښتو موسيقۍ دپرمختيا اوودې لپاره ټول عمروقف كړى و،هغې پښتوسندرواو پښتو موسيقۍ ته ترلتامنګيشكر ډېركاروكړ.
نغمه ديوې ښځينه هنرمندې په توګه په خپله ټولنه كې دهنروده اړينه ګڼي اووايي چې داكار يوې كلتوري مبارزې ته هم اړتيالري،چې بايدهنرپه يولوړانساني تفكربدل شي.
وروستي