د پاکستان پوځ وايي افغانستان دې د تورونو پرځای خپلې ستونزې هوارې کړي

د پاکستان پوځ په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې ویلي دي چې افغانستان دې پر دوی د تورونو لګولو پر ځای خپلې ستونزې حل کړي.
دوی زیاته کړې چې د پاکستان پوځ د سولې او امن راوستلو لپاره فعالیت کوي.
په خبرپاڼه کې راغلي دي چې تېره سه شنبه د پاکستان پوځ مشرانو په راولپنډۍ کې غونډه وکړه او له افغان ولس او پوځ سره یې خواخوږي څرګنده کړه.
له بلې خوا افغان ولسمشر د پاکستان پر وړاندې خپل دریځ لاهم توند کړی دی. نوموړي د کابل سولې پروسې په نړیواله غونډه کې وویل چې پاکستان دې ورته داسې اجنډا وړاندې کړي چې له مخې یې دواړه هیوادونه سولې ته ورسیږي.