ترکیه وايي له قطر څخه ملاتړ کوي

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان ویلي دي چې له قطر څخه ملاتړ کوي او خپلې اړیکې به لا نورې هم له یاد هیواد سره پیاوړې کړي.
ترکیه وروسته له هغې یاد دریځ خپلوي چې د سعودي عربستان، اماراتو  او مصر په شمول اوو هیوادونو پر قطر دیپلوماتیک بندیزونه ولګول او خپلې اړیکې یې ورسره وشلولې.
دوی قطر پر دې تورن کړ چې له ترهګرو ډلو ملاتړ کوي.
خو د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان وايي چې د قطر پر وړاندې د بندیزونو لګول ښه تصمیم نه دی، او دا کار په داسې حال کې کیږي چې موږ له هر وخت څخه زیات یووالي اتحاد او همکارۍ ته زیاته اړتیا لرو.
نوموړي څرګنده کړې ده چې د قطر حوصله درک کوي او له یاد هیواد سره به خپلې اړیکې لا پسې وغځوي.
ترکیه غواړي د قطر پر وړاندې لګول شويو بندیزونو په اړه له خبرو اترو کار واخلي تر څو یاد جنجال حل شي.