
قطر په عراق کې د شاهي کورنۍ د تښتول شوو غړو په بدل کې ترهګرو ته یو ملیارد ډالره ورکړي دي. په دې هکله خبر د Financial Times ورځپاڼۍ د حالاتو سره د بلدې سرچینې په حواله ورکړی دی.
په سیمه کې د وسله والو ډلو او حکومتي چارواکو د قوماندان په وينا، دعراق په جنوب کې د قطر د شاهي کورنۍ د ۲۶ نیول شوو غړو د خوشې کولو لپاره او "په سوریه کې د جهادیانو لخوا د۵۰ نیول شوو وسله والو" په بدل کې قطر په سوریه کې د "القاعدې" ډلې او د ایران استخباراتي ادارو ته پېسې ورکړي دي.
د فاينانشيل ټايمز ورځپاڼه یادونه کوي، چې دغه راکړه ورکړه د اپریل په میاشت کې رامنځته شوې ده. د قطر د دولت د سرچينو د خبرونو له مخې وویل کېږي، چې"پیسې ورکړ شوې دي."
د ۲۰۱۵ ز- ل کال د دسمبر په میاشت کې د سعودي عربستان پولې ته نږدې د نجف سیمې ته څیرمه په همدې نامه دښته کې له کمپ څخه د ناپېژاندل شوو وسله والو کسانو لخوا د قطر ښکاريان وتښتول شول. د «ریا نووستي» آژانس د عراق په پولیسو کې د سرچینې په وینا خبر ورکوي؛ چې د نیول شوو خلکو په جمله کې په قطر کې د حاکمې کورنۍ غړي هم شامل وو.
د یرغمل نیول شوو کسانو د خوشې کولو لپاره خبرې اترې د یو کال په اوږدو کې د ایران، قطر او د لبنان "حزب الله" تر منځ روانې وي. په اپریل کې، ۲۶ ښکاريان خوشي او په عراق کې د قطر سفیر ته سپارل شوي دي. ددې لامل په منځني ختیځ کې د قطر لخوا امنیت ته ګواښ او د تروریزم نه ملاتړ په ګوته شوی دی. له دې بیا وروسته د لیبیا چارواکو، د یمن، مالدیف او موریس چارواکو هم دغه ډول ګامونه پورته کول.