د قطر بهرنیو چارو وزیر ویلي دي چې له دوی سره د خلیج ځینو هیوادونو د اړیکو پریکون د قطر پر اتباعو کوم منفي تاثیر نه شي درلودلی.
شیخ محمد بن عبدالرحمن آل ثاني ویلي دي چې د دوی هیواد د هر چا د غوښتنو تحمیل رد کړی دی.
نوموړي چې له الجزیرې سره یې په یوه مرکه کې خبرې کولې ویلي دي چې قطر له یاد حالت سره په ناڅاپي ډول مخ شو خو دوی له یادې موضوع سره په حکمت او احتیاط تعامل کړی دی.
دا په داسې حال کې ده چې د کویت امیر شیخ صباح الاحمد الصباح د قطر او خلیج هیوادونو په منځګړتوب غواړي یاد اختلافات پای ته ورسوي.
وروستي