
د لندن پولیسو د دوو برید کوونکو هویت چې د شنبې په ورځ یې د لندن پله سره پر لارویانو د موټر او چاړې په وسیله بریدونه وکړل په ډاګه کړ.
پولیسو د درېیم تن له هویت څرګندولو څخه ډډه کړې ده او لامل یې هم نه دی ښکاره.
یاد دوه کسان یو یې مراکشی- لیبیایي الاصله و چې رشید رضوان نومیده؛ نوموړی په لندن کې پيدا او همالته لوی شوی و چې ۳۰ کاله عمر یې درلود او دوهم خرم شهزاد بټ چې پاکستانی و او ۲۷ کاله عمر یې درلود، نوموړی په پاکستان کې زیږیدلی و خو په لندن کې لوی شوی و.
پولیسو ویلي دي چې یاد کسان له پخوا د انګلستان داخلي استخباراتو تر څارنې لاندې وو خو تمه نه کیده چې داسې برید دې ترسره کړي.
د بریتانیا پولیسو له یاد برید وروسته د پلټنې عملیات پیل کړي دي او یو شمېر کسان یې نیولي دي.