د سویل ختیځې اسیا هیوادونو هوکړه کړې چې په ګډه به د داعش پر وړاندې جګړه کوي

د سویل ختیځې اسیا هیوادونو دفاع وزیرانو د داعش پر وړاندې د خپلمنځي همکارۍ هوکړه کړې.
د فیلیپين، اندونیزیا او مالیزیا هیوادونو ویلي دي چې په خپلو پولو کې د وسله والو د څارلو په موخه به بې پېلوټه کشفي الوتکې وپېري.
یادو هیوادونو ویلي ویلي دي چې په روانه میلادي میاشت کې به د یو بل په همکارۍ سمندري ګزمې هم پیل کړي.
دا په داسې حال کې ده چې د فیلیپین په جنوب کې داعش ډلې سره تړلي وسله وال د یاد هیواد له پوځ سره په جګړه بوخت دي.