
سعودي عربستان، مصر، بحرین او متحدو عربي اماراتو له قطر سره دیپلوماتیکي اړیکې پرې کړې دي.
د سعودي عربستان دولتي خبري اژانس په یوه رپوټ کې ویلي، د خپل ملي امنیت خوندیتوب له کبله یې له قطر سره ټول دیپلوماتيکې اړیکي پرې کړې او له دغه هېواد سره ټولې سمندري، هوايي او د وچې لارې تړي
سعودي عربستان وايي دغه پریکړه یې د قطر د هغو پټو او ښکاره تېروتنو له امله کړې ده چې د سعودي عربستان په اړه یې کړي دي.
سعودي عربستان وايي، قطر د دوی په کورنیو چارو کې لاسوهنه کړې او د دولت پرضد یې پارونې کړې دي. بحرین له دې وړاندې په یوه اعلامیه کې ویلي، د خپل ملي امنیت د ژغورلو لپاره له قطر سره ټولې دپلوماتیکي اړیکې پرې کوي.