
د هند تر ولکې لاندې کشمیر کې د هندي پوځ پر کتار د برید په پایله کې دوه تنه هندي سرتیري وژل شوي او ۴ تنه نور ټپیان دي.
یاد برید د هند تر ولکې لاندې کشمیر اسلام اباد په ولسوالۍ تر سره شوی دی.
له برید وروسته پولیسو او هندي پوځ سیمه کلابند کړې ده او د بریدګرو د نیولو لپاره په پلټنه بوخت دي.
دا په داسې حال کې ده چې د هندي پوځ ستر درستیز او د پوځ نور لوړپوړي چارواکي له کشمير څخه په لیدنه بوخت دي.