په لندن کې پر ملکي وګړو د موټر او چړو بریدونه شوي

د لندن د پله دپاسه په پياده رو کې پر ملکي خلکو په یوه میني بوس ډوله سپين موټر کې سپرو کسانو برید کړی دی او ګڼ کسان یې د موټر لاندې کړي دي.
برید کوونکي وروسته له موټره ښکته شوي دي او پر خلکو یې د چړو بریدونه کړي دي.
پولیس وايي په بریدونو کې درې تنه وژل شوي دي.
له بلې خوا د بریتانیا سن ورځپاڼې لیکلي دي چې شاید هم اووه کسان مړه وي.
ویل کیږي چې په پله کې د خلکو له وژلو وروسته یادو کسانو هلته نیږدې د بارو پر بازار هم برید کړی دی او په سیمه کې ډزې اوریدل شوي دي.
پولیسو خبر ورکړی دی چې یاد برید کوونکي درې تنه وو چې دوه یې په ډزو کې وژل شوي او یو تن یې ژوندی نیول شوی دی.