داعش په عراق کې له سلو زیات ملکیان وژلي

داعش ترهګرې ډلې په موصل کې له ۱۲۰ زیات ملکي وګړي وژلي دي.
یاد خبر عراق پولیسو له خوا خپور شوی دی، نوموړي کسان په موصل کې د داعش تر کنترول لاندې سیمو څخه د تیښتې هڅو په تور ژوندي نیول شوي او بیا وژل شوي دي.
هغو کسانو چې له سیمې په تېښته بریالي شوي دي پولیسو ته ویلي چې د یادو کسانو مړي په سرکونو کې خواره واره اچول شوي دي.
نوموړی جنایت د موصل لویدیځ زنجبیلي سیمه کې تر سره شوی دی.
په موصل کې د عراقي ځواکونو له خوا د نیول کیدو عملیات روان دي چې تر اوسه یې زیات شمېر سیمې له داعش څخه پاکې شوي دي.