
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ په اسراییلو کې د امریکا سفارت له تل ابیب څخه بیت المقدس ته د انتقال څخه لاس ډډه کړې.
نوموړي د خپلو ټاکنیزو کمپاینونو پر مهال ژمنه کړې وه چې که بریالی شي نو په تل ابیب کې د امریکا سفارت به بیت المقدس ته ولیږدوي.
ټرمپ له بریالیتو وروسته په دې اړه لومړني ګامونه پورته کړي وو خو اوس له خپلې کړې پریکړې تېر شو.
یاد خبر له سپینې ماڼې څخه د یوې خپرې شوې خبرپاڼې پر مټ ورکړل شو.
ټرمپ یاد اقدام سعودي عربستان ته له سفر څخه وروسته کوي.
نوموړي پخوا د مسلمانانو پر وړاندې توند دریځ درلود چې سعودي ته له سفر وروسته یې په یاد دریځ کې هم نرموالی راغلی دی.