سعودي عربستان کې موټر بم چاودنه شوې

سعودي عربي سرچینو خبر ورکړی دی چې د یاد هیواد په قطیف ښار کې یوه موټر بم چاودنه کړې ده.
یاد موتر بم وروسته له هغې چاودلی دی چې پولیسو پیژندلی او ډزې یې پرې کړي دي.
په موټر کې ناست دوه تنه وژل شوي دي او درېیم تن یې هم په تيښته بریالی شوی دی.
پولیس وايي چې یاد کسان یې پېژندلي دي او د دوی نومونه له پخوا د ترهګرو په لست کې شامل وو چې د نیول کیدلو لپاره یې پلټنه روانه وه.
په چاودنه کې د نورو زیانونو په هکله څه نه دي ویل شوي.
ویل کیږي چې چاودنه د قطیف ښار په الاوامیه شیعه میشتې سیمه کې رامینځ ته شوې ده.