پاکستان وايي افغانستان دې د خپلو ناکامیو پړه پر دغه هیواد نه اچوي

د کابل له چاودنې وروسته د پاکستان بهرنیو چارو وزارت ویلي دي چې افغانستان دې د خپلو ناکامیو پړه پر پاکستان نه اړوي.
د یاد هیواد بهرنیو چارو وزارت یوه ویاند محمد نفیس ذکریا د یوې خبري ناستې په ترڅ کې یادې څرګندونې کړي دي.
نوموړي ویلي دي چې امن افغانستان د پاکستان په ګټه دی.
دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان ملي امنیت د کابل په برید کې حقاني شبکه او آی اس آی ګرم وبلل.
تر اوسه هم د یاد برید مسوولیت چا پر غاړه نه دی اخیستی.