د ترکیې خبري آژانس اناضول خبر ورکړی دی چې د ترکیې په شرناک ولایت کې یې د یوې نظامي چورلکې لویدو له امله د ترکیې پوځ د یو تورن جنرال په ګډون ۱۳ تنو افسرانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.
د ترکیې لومړي وزیر بنعلي یلدرم ویلي دي چې پېښه د بریښنا له مزو سره د چورلکې د لګیدو له امله رامینځ ته شوې ده.
له پيښې لنډه موده وروسته د پېښې ځای ته لوړپوړی دولتي هیئت تللی و.
یاد جنرال ایدوغان ایدن نومیده چې د ۲۳مې سرحدي فرقې قوماندان و.
وروستي