
کابل کې د چهارشنبې له برید وروسته جرمني اعلان وکړ چې په موقت ډول یې له یاد هیواده د افغان کډوالو شړل درولي دي.
جرمني وايي چې د څو ورځو لپاره رد شوي افغان کډوال په زوره نه ستنوي او هغه پروازونه یې درولي دي چې رد شوي افغان کډول یې لېږدول.
خو یوه جرمن چارواکي انډپنډنټ ورځپاڼې ته ویلي دي چې یاده پالیسي پر خپل ځای پاتې ده خو په کابل کې د دوی د سفارت کارکوونکي پر نورو مهمو کارونو بوخت دي.
خو دقیقه مالومه نه ده چې جرمني به افغان کډوالو د بېرته استولو پر پالیسۍ له سره غور وکړي او که نه.