
د هند لومړي وزیر نریندرا مودي پر خپله ټویټر پاڼه لیکلي دي، چې دوی په کابل کې نننی ترهګریز برید په کلکو ټکو غندي او هندیان د افغانانو تر څنګ ولاړ دي.
د هند لومړي وزیر نریندرا مودي په کابل کې نننی برید غندلی دی. د مودي په خبره ترهګر هېڅ مرز او پوله نه پېژني او خپلو ورانکارو فعالیتونو په ټولو برخو کې ادامه ورکوي.
مودي زیاته کړې، چې نننی برید په کلکو ټکو غندي او له ترهګرۍ سره د مبارزې په برخه کې هند د افغانستان تر څنګ ولاړ دی.
په کابل کې نن سهار شاوخوا اته بجې درنه چاودنه وسوه.
د برید مسوولیت تر اوسه کومې ډلې په غاړه نه دی اخیستی. مودي وايي د ترهګرۍ له ټولو بڼو سره مبارزه په کار ده او افغان ځواکونه به دغه ډلې ماتوي.