
د امریکا دفاع وزارت خبر ورکړی دی چې د بالستیک توغندیو ضد یو توغندی یې په بریالیتوب سره ازمایلی دی.
نوموړی توغندی د منځنۍ کچې مزله توغندی دی چې د امریکا د وانډربورګ هوایي اډې څخه یې له مارشال هډې څخه توغول شوی بالستیک توغندی په هوا کې له مینځه وړی دی.
امریکا وروسته له هغه یاد اقدام تر سره کوي چې د شمالي کوریا له خوا د بالستیک توغندیو پرله پسې څو ازموینې تر سره شوې.
نوموړی بالستیک ضد توغندی د پسفیک په سمندر کې د ایکس بانډ په نامه رادار څخه معلومات تر لاسه کوي او په چټکۍ سره دښمن توغندی له مینځه وړي.