
د لیبیا موقت دولت خبر ورکړی دی چې د یاد هیواد د پخواني ولسمشر معمر القذافي زوی سیف الاسلام قذافي خوشی شوی دی.
یاد خبر د لیبیا لنډمهالي دولت عدلیې وزیر عیسی الصغیر ورکړی دی.
نوموړی د پارلمان له خوا د عمومي بښنې تصویب شوي قانون له مخې خوشی شوی دی.
پر سیف الاسلام تور و چې له مظاهره چیانو سره یې انسانی ضد چلند کړی، کلي یې محاصره کړي او له بیت المال سره یې خیانت کړی.
نوموړی په ۲۰۱۵کال کې د معمرالقذافي له وژلو وروسته ژوندی ونیول شو.
د سیف الاسلام قذافي مدافع وکیل هم د نوموړي د خوشي کیدو خبر ورکړی دی.
په لیبیا کې د معمر القذافي دولت له پرځیدو وروسته داخلي اړودوړ رامینځ ته شو.
یاد هیواد د تیلو لویې زیرمې لري.