
د امریکا د بهرنیو چارو په وزارت یې هغه عنعنوي مراسم لغوه کړي چی د روژې د میاشتې رارسیدو ته وقف شوي وو. د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په واشنګټن کی په خپل مقر کی روژه له ۱۹۹۹ کال راهیسې نمانځله.
د بهرنیو چارو وزارت معمولاً یا د روژې د ټولې میاشتې په بهیر کی د افطار لپاره ځای بیلاوه یا یې د روژې د پای ته رسیدو په مناسبت د فطر د عید په ویاړ رسمي میلمستیا جوړوله. دا ځل به هیڅ څه نه وي.
د امریکا دوو جګپوړو مامورانو رسنیو ته خبر ورکړ چی په روان کال کی د بهرنیو چارو وزیر ریکس تیلیرسون د مذهبونو او نړیوالو اړیکو د چارو د ادارې سفارښت چی د بهرنیو چارو په وزارت کی يې روژې ته د وقف شوو مراسمو د ترسره کولو مشوره ورکوله، رد کړی. خو پخپله په وزارت کی یې د دغو معلوماتو له تاییدولو ډه ډه وکړه، ولې هغه یې په غوڅه توګه تایید هم نه کړل.
د بهرنیو چارو د وزارت رسمي استازي وویل:«موږ د فطر د عید چی د روژې د میاشتې پای ته رسیدو ته وقف کیږي، د رعایتولو امکان څیړو. موږ د امریکا له سفیرانو د هغو مراسمو په سازمانولو کی چی روژې ته وقف کیږي، کوم چی په منظمه توګه په دیپلوماتیکو نمایندګیو کی په ټوله نړۍ کی تر سره کیږي، ملاتړ کوو».
په عین حال کی د اسلامي سازمانونو مشران چی د بهرنیو چارو په وزارت کی دغو مراسمو ته رابلل کیدل، اندیښمن دي. روژه پیل شوه، خو بلنلیکونه تراوسه نه شته.
د Sputnik له خوا پوښتل شوي کارپوهان عقیده لري چی د امریکا په خاوره کی له روژې سره د تړلو مراسمو له ترسره کولو د بهرنیو چارو د وزارت ډه ډه کول د اسلام په اړوند د ترامپ د ادرې له عمومي تګ لارې سره سمون لري.
د روسیې د علومو د اکاډمی د امریکا او کاناډا د انستیتوت علمي کارکوونکي ولادیمیر واسیلیف د RT تلویزیون ته داسې معلومات ورکړل:«د ترامپ اداره په علني توګه له عیسوي ارزښتونو د نورو مذهبونو د استازو د نادیده نیولو او شاته کولو په حساب دفاع کوي. د مسلمانانو په نسبت د پرديو په شان د چلندکولو فکتور چی دغه اداره یې څرګندوي، وجود لري».
له دې نظر سره د جیوپولیتیکي مسالو د اکاډمی مسوول سکرتر اراییک ستیپانیان هم موافق دی.
هغه له Sputnik سره په مرکه کی وویل:«نوې امریکايی اداره په دې نظر ده چی امریکا — عیسوي دولت دی، له اسلام څخه امریکا ته ګواښ رامنځ ته کیږي او په امریکا کی د روژې نمانځل ضرور نه دي».
واقعاً هم، مسلمانان په امریکا کی ترعیسویانو ډیر لږ دي. د Pew Research Center د خپلواک ټولنیز سازمان د «امریکا د مذهبي څیرې د بدلیدو» تر عنوان لاندې څیړنو چی په ۲۰۱۵ کال کی تر سره شوې وې، د معلوماتو سره سم، د غیرعیسویانو د شمیر د ودې سره سره، امریکا په عمده توګه عیسوي هیواد پاته شوی دی. د امریکا په سلو کی ۷۰ اوسیدونکي عیسویان دي. په امریکا کی د مسلمانانو شمیر دری میلیونه، یعنې یوازې یو فیصد دی.
اراییک ستیپانیان وايی:«په امریکا کی تر تروریستي عملونو وروسته د مسلمانانو په نسبت چلند په څرګنده بدل شوی. ویره راپیدا شوې ده. همدې ویرې له ترامپ سره په بري کی مرسته وکړه، همدا کار د عیسوي محافظه کارې برخې خوښ شو».
کارپوه عقیده لري:«دموکراتان — اوباما او کلینتن — په څرګنده له مسلمانانو سره تړلي وو او هغوی عقیده درلوده چی ټول سره برابر دي او دا د امریکا د محافظه کارې برخې نه خوښیده. ترامپ پوهیږي چی د ترامپ ضد میټنګونو یو ځواک مسلمان فعالین وو».
سیاست پوه واسیلیف وايی چی امریکا په مذهبي لحاظ ویشل شوې او دا درز به نورهم پراختیا مومي.
په واشنګټن کی د روژې له نمانځلو د ریکس تیلرسون ډه ډه کول د جمهوري ریاست د اوسنۍ ادارې له عمومي سیاست سره سمون لري، خو، لکه چی واسیلییف اټکلوي، دا اصلاً د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت د مامورانو نووښت دی چی هڅه کوي له عربي هیوادو سره د ترامپ د ادارې اړیکې پیچلې کړي او په دې توګه سعودي عربستان ته د ترامپ سفر تر سیوری لاندې راولي.
په دې صورت کی دا د امریکا د واکنو مقامونو په دننه او همدارنګه د هغو تړون په اړوند د اصطحاک ثبوت دی چی ترامپ په الریاض کی لاسلیک کړی.
کارپوه وايی:« اوس به له سعودي عربستان سره دا تړون د امریکا د سنا په مجلس کی هم وڅیړل شي. ښايي سناتورن خپل نظر ولري».
خو د ستیپانیان په نظر، د تیلرسون عمل د ترامپ له دریځ سره ضدیت نه لري او له سعودیانو سره د هغه پر اړیکو اغیزه نه کوي.
سیاست پوه عقیده لري، کله چی ترامپ قدرت ته ورسید، د ځینې اسلامي هیوادو د استازو ورتګ یې امریکا ته منعه کړ، خو سعودي عربستان هغه د پیسو د منبع په توګه ویني. ترامپ راتلونکې ته ګوري. سعودي عربستان د پیسو ورکولو ته تیار دی او دا په دې معنی ده چی دلته مذهب هیڅ رول نه لوبوي.
ولادیمیر واسیلیف زیاته کړه چی د دې ویل سخت کار دی چی آیا دا نښه ده او که نه، په امریکا کی د مسلمانانو لپاره — نښه ده، خو د عربي نړۍ لپاره د هغې نښه بلل — پیچلې خبره ده. ښايي دا په مانچستر کی له تروریستي عمل سره تړاو ولري، ممکن امریکایان له دغو هیوادونو وغواړي چی له تروریزم سره په واقعي توګه مبارزه وکړي.