اغزي لرونکی بوټی

يوه سړي له الله پاک څخه دوه شيان وغوښتل،يو ګل او بل بورا.
خو هغه سړي چې څه په لاس راوړل هغه  يو اغزي لرونکی بوټی او یوچينجی و.
ډېرخفه شو، له ځان سره يې وويل: شايد خدای پاک به له ماسره مینه نه لري، نوځکه يې راته هېڅ توجه نشته.
څوورځې وروسته له هغه اغزي لرونکي بوټي څخه يوښکلی ګل وغوړېده او له هغه چينجي څخه بورا جوړ شو.
نو! کله چې مو له الله پاک څخه څه وغوښتل او تاسې بل څه په لاس راوړل په هغې قناعت وکړئ، ځکه چې د نن ورځې اغزي د سبا ورځې ګلان دی.