د چرچيل سياست

يوه ورځ څو تنو له چرچيل څخه په کلکه غوښتنه وکړه چې سياست تعريف کړي.
چرچيل پوه شو چې نه يې پرېږدي، ناچاره يې يوه دايره ووېسته او يو چرګ  يې پکې  خوشې کړ، بيا يې ملګروته وويل، دا چرګ په داسې حال کې را ونيسی چې له دایرې ونه وځي.
ملګرو يې چې هرڅومره کوښښ وکړ ناکام شول ځکه دوی چې به لاس ور نږدې کړ چرګ به منډه کړه او له دایرې به ووت.
اخر يې له چرچيل څخه وغوښتل چې خپله يې راونيسي.
چرچيل د دې چرګ ترڅنګ په دايره کې یو بل چرګ خوشې کړچې په دې ترتيب دواړه چرګان په جنګ شول او چرچيل له دواړو لاسونه تاوکړل، له دایرې یې را ووېستل او په ځواب کې يې ملګروته ويل دې ته وايي سياست.