شخصيت پېژندنه

يو نابينا شخص د ونې تر سيوري لاندې ناست و چې د وخت پاچا يې څنګ ته راغی، سلام يې ادا کړ او په ډېر احترام سره يې ورڅخه وپوښتل:
بابا جانه! له کومې لارې کولی شم چې پايتخت ته ولاړ شم؟
په ده پسې د همدې پاچا  دکابينې يو وزير راغی او پرته له سلام او احترام څخه يې نابينا ته وويل:
پايتخت ته کومه لاره تللې ده؟
دی هم ولاړ ورپسې د همدې پاچاهۍ يو عادي ساتونکی راغی، نابينا يې په سرباندې وواهه او ورته ويې ويل:
احمقه! هغه لاره چې پایتخت ته تللې کومه ده؟
کله چې دی هم ولاړ نو نابينا په کړس وخندل، ترڅنګ ناست ملګري يې ورته وويل:
ولې خاندې؟
نابينا ځواب ورکړ:
لومړی کس چې له ماڅخه يې پوښتنه وکړه هغه پاچا و، دوهم کس وزير او دریم یو عادی ساتونکی و.
ملګري يې په حيرانتيا وپوښتل:
مګر ته ړوند يې او څه نه وينې نو بیا دې څنګه دوی وپېژندل؟
نابينا ځواب ورکړ:
دهغوی رفتار او چلند هغوی راباندې وپېژندل، پاچا له خپلې لويۍ او شخصيت څخه مطمئن و نو ځکه يې په پوره احترام سره پوښتنه وکړه، ولې ساتونکي يې د خپل حقارت او رنځ وړونکي حالت ښکارندويې وکړه او حتی دومره تنګ راغلی و چی زه يې په کوتک ووهلم نو دهر چا شخصيت دهغه له رفتار څخه معلومېږي، نه د يو چا توروالی دهغه شخصيت بیانولی شي اونه يې سپينوالی اونه هم تور والی د چا د بدۍ او بد اخلاقی  سبب کېدای شي اوښکارندویي يې نشي کولی .
کفن سپين ولې وېروونکی وي، مګر کعبه توره خو ډېره خوږه او دهرچا په زړه کې ځای لری اوهرڅوک يې د نږدې کېدو هڅې کوي.
نو د انسان شرف د هغه په اخلاقو پورې تړاو لري.