
د امریکا مشرانو جرګې د وسله والو ځواکونو کمیټې مشر ویلي دي چې د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین له داعش ترهګرې ډلې هم خطرناک دی.
جان مک کین ویلي دي چې داعش کولی شي وحشتناک او خطرناک کارونه تر سره کړي خو د روسیې دولت د امریکا په ټولټاکنو کې د مداخلې له امله کوښښ وکړ چې د دموکراسۍ ارکان له مینځه یوسي.
نوموړي ویلي دي چې که څه هم په دې هڅه کې د روسانو د بریالیتوب کوم ثبوت نشته خو دوی تل د امریکا ټاکنو کې د لاسوهنې کوښښ کړی دی او لا به یې هم وکړي.