فلسطیني محکمې د روژې په میاشت کې پر طلاق بندیز لګولی

د فلسطین محکمې په دغه هیواد کې د روژې مبارکې میاشتې په جریان کې پر طلاق بندیز لګولی.
یادې محکمې قاضیانو ته حکم کړی دی چې په یاده میاشت کې د طلاق جواز ورکولو څخه ډډه وکړي.
نوموړي محکمې ویلي دي چې په روژه کې یو د طلاق مهم علت هم شاید د ورځې په اوږدو کې لوږه وي چې وروسته ښایي دواړه خواوې پر طلاق پېښمانه شي نو ځکه یې په دغه میاشت کې پر طلاق بندیز لګولی.