د افغانستان کرکټ بورډ مسوولین وايي چې له پاکستان سره د دوستانه لوبو تر سره کولو پر سر له یاد هیواد سره هوکړه نه ده شوې.
دا په داسې حال کې ده چې پخوا یادې ادارې خبر ورکړی و چې له پاکستان سره د کرکټ ۲۰اوریزو لوبو هوکړه په کابل او لاهور کې تر سره شوې ده.
یاد خبر پاکستاني رسنیو هم خپور کړی و چې په ټولنیزو رسنیو کې د افغانانو له توند غبرګون سره مخ شو.
یاد غبرګون وروسته له هغه چې په خوست ولایت کې ځانمرګی برید تر سره شو لا توند شو.
د ټولنیزو رسنیو کاروونکو ویلي وو چې پاکستان غواړي له یادو لوبو سیاسي ګټه پورته کړي.
دا په داسې حال کې ده چې له ۲۰۰۹ میلادي کال راپدېخوا چې په پاکستان کې د سریلانکا کرکټ په ملي ټیم برید تر سره شو تر اوسه هیڅ بهرنۍ لوبډلې په یاد هیواد کې لوبو ته زړه نه دی ښه کړی.
چارپوهان وايي چې پاکستان غواړي له افغانستان سره د یادو لوبو په تر سره کولو سره یو خو له نړیوالې سیاسي انزوا څخه ځان وباسي او بل هم دا ښکاره کړي چې پاکستان د نړیوالو لوبو تر سر کیدلو جوګه دی.
وروستي