
د جنوبي کوریا دفاع وزارت خبر ورکړی دی چې د شمالي کوریا لیرې واټن ویشتونکی توغندی د ۴۵۰ کلیومتره مزله وروسته د جاپان په اوبو کې لګیدلی دی.
له بلې خوا د جاپان دولت خبر ورکړی دی چې یاد توغندی د دوی د اقتصادي کنترول لاندی اوبو کې لګیدلی دی.
جاپان د شمالي کوریا یاد کار سخت غندلی دی او په غبرګون کې یې د نوموړي هیواد د ملي امنیت شورا بېړنۍ غونډه کړې ده.
په یاده غونډه کې د جاپان لومړي وزیر ویلي دي چې له امریکا سره به یوځای د ورته کړنو پر وړاندې خپل اقدامات پيل کړي.
جاپان وايي چې د شمالي کوریا یاد ګام د ملګرو ملتونو امنیت شورا د پریکړه لیک څخه ښکاره سرغړاوی دی.
په برید کې د جاپان کومې کښتۍ او یا هم الوتکې ته زیان نه دی اوښتی.