سریلانکا کې سیلاوونو ۱۲۲ تنه وژلي دي

د سریلانکا هیواد کې د زورورو اورښتونو او سیلاوونو له امله ۱۲۲ تنه وژل شوي دي او له ۵۰۰زرو زیات کسان بې ځایه شوي دي.
ویل کیږي چې یاد سیلاوونه په تېرو په ۱۴ کلونو کې بې مخینې دي.
د سریلانکا بهرنیو چارو وزارت له ملګرو ملتونو د بېړنۍ مرستې غوښتنه کړې ده.
تر اوسه د هند دولت خپل مرستندوی ټیمونه په یاد هیواد کې سیلاو ځپلو ته لیږلي دي.
د سریلانکا دولت ویاند ویلي دي چې ۱۱۳ تنه نور هم د سیلاوونو له امله لادرکه شوي دي.