د مصر ولسمشر ویلي دي چې قطر له ترهګرو ملاتړ کوي

د مصر ولسمشر عبدالفتاح السیسي قطر هیواد تورن کړی دی چې له ترهګرو ملاتړ کوي.
نوموړي یاده خبره پر خپله ټویټر پاڼه کړې وه.
نوموړي ویلي دي چې قطر د ده په وینا د اخوان المسلمین له ترورستي ډلې ملاتړ کوي او اوس د دي وخت رارسیدلی دی چې مجازات شي.
خو د ده یاد ټویټ وروسته د نوموړي له پاڼې پاک شوی.
دا په داسې حال کې ده چې قطر دولت مصر، اماراتو او بحرین ته خبرداری ورکړی و چې د یاد هیواد په اړه له دښمنۍ ډکو څرګندونو ډډه وکړي.
اخوان المسلمین ډله وروسته هغه په مصر کې ترهګره اعلان شوه چې قانوني او خلکو په رایو ټاکل شوی دولت یې د اوسني ولسمشر له خوا چې هغه وخت د پوځ مشر و راوپرځول شو او د یاد ګوند زیات شمېر لوړ پوړي چارواکي بند ته واچول شول.