
د جرمني کورنیو چارو وزارت ویاند مرستیاله وايي چې د ترکیې له کودتا وروسته له ۴۰۰ زیاتو ترکي افسرانو او دیپلوماتانو له یاد هیواد څخه د پنا ورکولو غوښتنه کړې ده.
لیزا هیګر ویلي دي چې له یادې کودتا وروسته چې د ترکیې اوسني ولسمشر پر وړاندې تر سره شوه او ناکامه شوه ۲۱۷ دیپلوماتانو او ۲۲۰ ترکي پوځیانو له یاد هیواد څخه د پناه غوښتنه کړې ده چې دوی یې معدود شمېر کسانو ته پناه ورکړې ده.