
په بروکسل کې د ناټو په سرمشریزه کې، د لوکزامبورګ لومړۍ میرمن چې نه ميرمن او نه هم د لوګزامبورګ دی، په غونډه کې را څرګند شو.
په دغه غونډه کې تر ميرمن ملانیا ټرمپ او ټرمپ مخکې، د لوکزامبورګ لومړۍ ميرمن ته د رسنيو پاملرنه واوښته، او د نړۍ د نورو لومړۍ ميرمنو سره یوځای حضور يې د رسنیو لپاره يوه سوژه شوه.
ګوتیه دستونه بلژيکي معمار د لوکزامبورګ د همجنسبازه لومړي وزير اګزویه بتل د ژوند شریک دی. اګزویه بتل د لوکزامبورګ اوسنی لومړی وزير او د دموکرات ګوند غړی، په ۲۰۱۳ ز کال کې دغه مقام ته ورسید او دی د دغه هېواد لومړنی همجنسبازه مشر او په اروپا کې د ايسلنډ د پخواني لومړي وزيریوهانا سیگورداردوتیر او د بلجیم لومړي وزير الیو دي روپو نه وروسته، دریم همجنسبازه ولسمشر دی.
د یادونې ده، چې د لويديځ په دموکراسۍ کې اوس همجنسبازي يوه عادي مساله او د هر چا طبعيي حق بلل کيږي، خو د اسلام له نظره دا يو ناوړه کار بلل کيږي، چې ډيره ګناه لري او هم يې د طب له پلوه زیانونه څرګند دي. څو لسیزې مخکې په لویديځ کې ځينې داسې مسایل، لکه له واده نه مخکې د نجونو قرابت له سړیو سره ډير شرم بلل کيدلو خو اوس د لويديځ په دموکراسۍ کې سپين ودونو زیات شوي دي.