
د چین په کورني مغولستان کې د یوه لوړپوړي چینایي چارواکي د اعدام حکم عملي شوی دی.
ویل کیږي چې پر نوموړي د اعدام حکم په یاده خود مختاره سیمه کې ځایي محکمې اجرا کړی دی چې وروسته د چین خلقي سترې محمکمې تایيد کړی او بیا اجرا شوی دی.
نوموی کس جایو لي پینګ نومیده چې د خلق ځایي سیاسي مشورتي کنفرانس مرستیال دنده یې تر سره کوله.
پر ده تور و چې په غیر قانوني ډول یې وسله ګرځولې او ډله ییزې وژنې یې تر سره کړي دي.
همدارنګه نوموړي د ۲۰۰۸ او ۲۰۱۰ میلادي کلونو تر مینځ درې میلیونه او ۴۵۰ زره ډالره رشوت اخیستی و.
نوموړی د خپل مقام څخه په غلطه ګټه اخیستنه او ټولنیز امنیت ته د ګواښ په تور اعدام شوی دی.