امریکا د افغانستان هوایي ځواک د تجهیز لپاره د ۷۶.۷ ملیونه ډالرو قرارداد کړی

د امریکا دولت خبر ورکړی دی چې د افغان هوايي ځواک د تجهیز په موخه یې د ایم ډي هلیکوپټر اینس سره د ۷۶اعشاریه ۷ ملیونه ډالرو قرارداد کړی دی.
د یاد هیواد دفاع وزارت وايي چې د نوموړي قرارداد له مخې به د ام ډي ۵۳۰ ډوله چورلکې افغان هوایي ځواک ته ورکړل شي.
په راپور کې ویل شوی چې افغان هوايي ځواک هم له یادې مرستې هرکلی کړی دی.