مصر: د قبطي مسیحیانو پر یوه حامل بس د وسله وال برید په پایله کې ۲۸ مړه او ۲۶ ټپیان

مصري رسنیو خبر ورکړی دی چې د مصر په المینا ناقع ولایت کې چې د یاد هیواد جنوب ته پروت دی د قبطي مسیحیانو پر یوه حامل بس د وسله والو کسانو له خوا برید شوی دی چې ۲۸ کسه پکې وژل شوي او ۲۵ نور یې هم ټپیان دي.
له بلې خوا د یاد ولایت یوه چارواکي پر ټویټر پاڼه لیکلي دي چې په یاده پښه کې ۳۵ تنه چې ښځې او ماشومان هم پکې وو وژل شوي دي.
د مصر دولت له پیښې سمدستي وروسته بېړنۍ غونډه رابللې او د المینا څخه د وتلو ټولې لارې یې یاد هیواد پوځ تړلي دي تر څو د پېښې عاملینو د تېښتې مخه ونیول شي.
د یادې پېښې قربانیان له نېږدې په مظلومانه ډول وژل شوي دي، د مصر الازهر اسلامي پوهنتون یاد برید غندلی دی او د ټولو اسلامي تعلیماتو مخالف کار یې بللی دی.